ایکنا خبری اژانس راپور راکړ ، د پاکستان په پنډۍ ښار کې د اسلام اباد دارالقرآن المهدي موسیسې په ملګرتیا سره او د ایران د کلتوري خونې په همت سره د حضرت فاطمة الزهرا د نیکمرغه زوکړې کلیزه او د مور او میرمن ورځ دستورې ترسره شوې .
په دغو دستورو کې چې په پنډۍ کې د ایران په کلتوری خونې کې تر سره شوي ، زیات شمیر علمی ، مذهبی او کلتوري شخصیّتونو او فعالانو او دغه راز متفکرو میرمنو شتون درلود او په نعتونو او مداحۍ سره او دحضرت محمد مصطفی او نورواهل بیت علیهم السلام د سیرت او عظمت په بیانولو سره ویناوانې وشوې .
د دارالقرآن المهدي موسیسه چې په اسلام اباد ښار کې دقرآن کریم د تعلیماتو په زمینې کې یوه فعاله موسیسه ده، ددغو دستورو په ترسره کولو کې ئې ډيره ملګرتیا او مرسته کړې ، دغه موسیسه خوئيندو میّندو ته مخصوصه ده او مسئوله ئې هم میرمن وسیمه همداني ده .
ددغو د ستورو په مناسبت یو انځوریز راپور هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .